CRI Online

د چين د صادراتي اعتبار د بيمې شرکت د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادولو پلان ته د څلور سوه او شل مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت بيمې برابرې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-17 10:35:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له ٢٠١٣م کال څخه د ٢٠١٧م کال تر جنورۍ پورې، د چين د صادراتي اعتبار د بيمې شرکت د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادۍ پلان ته د څلور سوه او درويشتو مليارډو او سل مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بيمې برابرې کړې. پروسږ کال، دغه شرکت د اړوندو هېوادونو درې سوه او درېيو پروژو ته د يو سل ديارلسو مليارډو او يو دېرش مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بيمې برابرې کړې وې.

له ٢٠١٣ کالڅخه راپدېخوا، ياد شرکت د پاکستان د داوي برېښنا ليک، د منځني اسيا د طبيعي ګازو نل ليکو، د انقرې او استانبول تر منځ د ګړندي اورګاډي د پټليو په ګډون يو سل او دوه شپېتو پروژو ته بيمې ورکړې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای