CRI Online

شي جين پينګ د جرمني له لومړي وزيرې انګيله ميرکل سره ټيلفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-17 10:35:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ١٦مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جرمني له لومړي وزيرې انګيله ميرکل سره ټيلفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل، سږ کال د چين او جرمني تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټېنګېدو له ٤٥م کال سره برابر دی. په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په پوره توګه ټينګې شوې. چين غواړي له جرمني سره د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ژورتيا لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. د اقتصاد او سوداګرۍ همکاری د چين او جرمني ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو مهم خوځنده ځواک دی، دواړه خواوې بايد په دې برخه کې خپلمنځي تبادلې او سلامشورې پياوړې کړي.

ميرکل وويل، اوس د جرمني او چين تر منځ اړيکې د پرمختګ په لوري روانې دي. جرمنی په تېره جنورۍ مياشت کې د داوس په کلنۍ غونډه کې د رئيس شي جين پينګ وينا ستايي او د يوه کمربند او يوې لارې د جوړېدو په اړه د چين له وړانديز څخه ملاتړ کوي. برسيره پر دې، جرمنی د شلو صنعتي هېوادونو د هامبورګ سرمشريزې غونډې د جوړېدو په اړه د چين له ملاتړ څخه مننه څرګندوي. هغې وويل جرمنی غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای