د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د مارچ په شپاړسمه نېټه د دوه زره او اتلسم کال د بودجې پروګرام خپور کړ چې پکې يې د څلور پنځوسو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د دفاعي بودجې د زياتوالي او د بهرنيو چارو، چاپيريال ساتنې او کرنې په ګډون د څو وزارتونو د لګښتونو د کمولو وړانديز وړاندې کړ.
ټرمپ په دې پروګرام کې ويلي، موږ دې د امريکايانو د امنيت ساتنه تر نورو مهمه دنده بولو، ځکه که امنيت نه وي، سمسورتيا به نه وي. د امريکا د پوځي قوتونو بيا اعاده د دې پروګرام مرکزي ټکی دی، خو د بودجې کسر به له دې امله زيات نه شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |