د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر فرانجويس هولانډ د مارچ په شپاړسمه نېټه وويل، په همدې ورځ په فرانسې کې د نړيوال پولي صندوق په دفتر کې د پرانيستلو پر مهال چاودنه وشوه، د هېواد په ختيځ کې په يوه ښوونځي کې د ټوپک په واسيطه بريد وشو. له دغو بريدونو څخه څرګندېږي چې په فرانسه کې د اضطراري حالاتو ساتنه ډېره مهمه او لازمه ده. اضطراري حالت به د جولای تر پنځلسمې نېټې پورې دوام ولري.
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت وياند په همدې ورځ وويل، حکومت د بيړنيو پېښو په وړاندې عمليات نيولي دي، هيله لرو چې وګړي سړه سينه وساتي.
د پروسږ کال د نومبر په ديارلسمه نېټه، په پاريس کې مسلسل ترهګريز بريدونه رامنځته شول، هولانډ په هغه وخت کې په فرانسه کې د اضطراري حالت اعلان وکړ. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |