CRI Online

د بريتانيې لومړۍ وزيرې د سکاټلند د بېلېدو په اړه د ټولپوښتنې د بيا تر سره کېدو غوښتنه رد کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-17 10:37:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيې لومړۍ وزيرې تريسا ميری مې د مارچ په ١٦مه نېټه د سکاټلند د لومړي وزيرې نيکولا ستورګيون هغه غوښتنه رد کړه چې له بريتانيې څخه د سکاټلند د بېلېدو په اړه دوهمه ټولپوښتنه ترسره کړي.

نيکولا ستورګين د مارچ په ١٣مه نېټه له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې هيله وښودله چې د ٢٠١٨ کال له مني څخه د ٢٠١٩ کال تر پسرلي پورې له بريتانيې څخه د سکاتلند د جلا کېدو په اړه يو ځل بيا ټولپوښتنه ترسره کړي.

ترسا ميری مې وويل، که اوس سکاتلند دغه ټولپوښتنه ترسره کړي، نو بريتانيه به له اروپا څخه د جلا کېدو په خبرو اترو کې ګټور تړون لاسليک نه شي کړی.

د بريتانيې ملکې دوهمې ايليزابيټس د مارچ په ١٦مه نېټه له اروپا څخه د بېلېدو قانوني حکم لاسليک کړ او ترسا ميری مې ته يې صلاحيت ورکړ چې له اروپا څخه د جلا کېدو بهير په رسمي توګه پيل کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای