د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې دفاع وزير فيکري اوسيک د مارچ په شپاړسمه نېټه د ترکيې خبري رسنيو ته وويل، له دې امله چې له ناټو څخه د توغندی ضد سيستم د اخيستلو بيه مناسبه نه ده، ترکيه به خامخا له روسيې څخه د S-400 نمبر توغندي ضد سيستم واخلي. اوس د دې سيستم د بيې په اړه خبرې اترې روانې دي.
له دې امله چې ترکيه د ناټو غړی هېواد دی، نو يادې خبرې اترې ډېر د پام وړ دي. خو اوسيک وويل چې که د S-200 نمبر سيستم په ترکيه کې ځای پر ځای شي، دغه سيستم به د ناټو په توغندي ضد سيستمونو کې ګډون و نه کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |