د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د کډوالو، کورنيو چارو او اتباعو په اړه غړي ديميتريس اوراموپولوس د مارچ په شپاړسمه نېټه د يونان د ليسووس له ټاپو څخه د ليدنې په وخت کې وويل، په تير يو کال کې د کډوالو مسئلې د حل و فصل په برخه کې برياليتوبونه رامنځته شوي.
نوموړي په همدې ورځ د مالتا د کورنيو چارو له وزير يرني ابېلا او د يونان د کډوالو پاليسۍ له وزير جيانيس سره د ليسووس سره يو ځای له ټاپو څخه ليدنه وکړه او په دې ټاپو کې يې د کډوالو مسئلې د حل و فصل او د نويو حالاتو ارزونه وکړه. دغه ټاپو په دوه زره پنځلسم کال کې څو لکه کډوال ومنل. د پروسږ کال په پرتله، سږ کال د کډوالو پاليسي په لا ښه توګه پلې شوې. له دې مخکې، هره ورځ لس زره کډوال د مديترني سمندر له لارې يونان ته تلل، اوس دغه شمېر يوازې د څلوېښتو او پنځوسو تر منځ. دی، د دې تر څنګ د مړه شويو کډوالو شمېر هم ډېر کم شوی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |