خبري ناسته
د پيل مراسم
د مارچ په ۱۷مه نيټه له افغانستان څخه د راغلو قيمتي او په زړه پورې تاريخي اثارو نندارتون د چين د پلازمېنې بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ په موزيم کې پيل شو. دا په چين کې د افغانستان د تاريخي اثارو لومړی نندارتون دی چې نوم يې تر جنګي اور وروسته بيا ځلېدنه ده. په دغه نندارتون کې څه دپاسه ۲۰۰ تاريخي اثار د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له ملي موزيم څخه راغلي دي. نندارچيان ترې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د لرغوني تاريخ او رنګا رنګ کلتور په اړه غني معلومات تر لاسه کولای شي.
په چين کې د افغانستان لوی سفير جانان موسی زی د دغه نندارتون تر پيل مخکې د يوې خبري ناستې مشري وکړه او په اړه يې يو څه معلومات معرفي کړل. تر دې وروسته د نندارتون د پيل درانه مراسم تر سره شول. د چين د تاريخي اثارو دولتي ادارې مشر، د افغانستان د کلتور وزارت مرستيال او افغان سفير په شمول د دواړو هېوادونو څو چارواکيو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |