د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د ملي ولسي ګانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د مارچ په ١٧مه نېټه په بېجينګ کې د سعودي عربستان له پاچا سليمان بن عبدالعزيز سره وکتل.
جانګ ده جيانګ وويل چې د چين او سعودي عربستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٢٧ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د نورو سيمو په پرتله مخکی دی.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له پاچا سليمان بن عبدالعزيز سره په خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډې نطريې تر لاسه کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر کړی دی.
سليمان بن عبدالعزيز د چين د ملي ولسي ګانګرس ستاينه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره فعال رول لوبولی دی.سعودی عربستان غواړي په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پر له پسې پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |