CRI Online

د افغانستان په خوست ولايت کې پر يوې پوځي اډې بريد ٩ تنو ته مرګژوبله اړولې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-17 16:20:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د خوست ولايت يو پوځي افسر د مارچ په ١٧مه نېټه وويل چې په همدې ورځ د دغه ولايت په صبريو ولسوالۍ کې پر يوې پوځي اډې د ځانمرګي بريد له امله د بريدګر په ګډون ٢ تنه وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.اوس اړوندې څانګې د دې پېښې پر پلټنې بوختې دي.

تر اوسه پورې هېچا يا هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

له تېرو څو کلونو راهيسې د خوست ولايت په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو عمليات ډېر دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای