CRI Online

د چين استازي د لويې پيمانې وژونکو وسلو او د دغو وسلو د وړونکو سيستمونو او اړوندو توکيو د ليږدونې د مخنيوي په برخه کې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-17 19:34:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، امنيت شورا د مارچ په ١٦مه نېټه د لويې پيمانې وژونکو وسلو او د دغو وسلو د وړونکو سيستمونو او اړوندو توکيو د ليږدونې د مخنيوي د کمېټې کارونه تر بحث لاندې ونيول. په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي په دې غونډه کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د سړې جګړې نظريې هېرې کړي او د لويې پيمانې وژونکو وسلو د ليږدونې د مخنيوي په برخه کې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

امنيت شورا په دې غونډه کې د لويې پيمانې وژونکو وسلو او د دغو وسلو د وړونکو سيستمونو او اړوندو توکيو د ليږدونې د مخنيوي په اړه د کمېټې لخوا د امنيت شورا د ١٥٤٠م پرېکړه ليک د تطبيق حالات واورېدل. ښاغلي ليو جيی يي د دې راپور تر اورېدلو وروسته وويل، د لويې پيمانې وژونکو وسلو او د دغو وسلو وړونکو سيسټمونو او اړوندو توکيو د نه خپرېدا کارونه له نړيوالې سولې، امنيت او ثبات سره نږدې اړيکې لري او د نړيوالې ټولنې ګډه دنده او مهم کار دی. ده وويل

((په وروستيو کلونو کې د نړيوالې ټولنې په ګډو کوښښونو سره د يادو وسلو، سيستمونو او توکيو د ليږدونې د مخنيوي بهير پرمختګ موندلی، خو وضعيت يې لا هم سخت دی او ځينې مسئلې لانحل دي. د تخنيک په پرمختګ سره د دغو وسلو د خپرېدا ستونزې کمې شوې، نو د غيردولتي ډلو په تېره بيا د ترهګرو لخوا د لويې پيمانې وژونکو وسلو د تر لاسه کېدو ګواښ لوړ دی. نړيواله ټولنه بايد د ذروي وسلو د خپرېدا د مخنيوي لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. ))

ښاغلي ليو جيې يې دې ته اشاره وکړه، د لويې پيمانې وژونکو وسلو او د دغو وسلو د وړونکو سيستمونو او اړوندو توکيو د ليږدونې د مخنيوي په اوسنيو پيچليو اوضاعو کې بېلا بېل هېوادونه بايد د امنيتي چاپېريال د جوړولو لپاره هڅې وکړي، د سړې جګړې نظريې دې هېرې کړي او نړيواله همکاري دې پياوړې کړي. هغه په خپله وينا کې په کوريا ټاپووزمه کې د ذروي وسلو د پاکوالي او د ايران د ذروي مسئلې په شمول ځيني سيمه ييز موضوعات ياد کړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد د سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو په وسيله دغه موضوعات حل شي. ده وويل

((بايد د څو اړخيزو خبرو اترو له لارې په سياسي توګه د لويې پيمانې وژونکو وسلو او د دغو وسلو د وړونکو سيستمونو او اړوندو توکيو د ليږدونې د مخنيوي په برخه کې د پاملرنې وړ سيمه ييزې مسئلې حل شي، کلک تدبيرونه به د لانجې د سختېدو سبب وګرځې او د لويې پيمانې وژونکو وسلو د خپرېدا خطر به زيات شي. اړوندې خواوې بايد د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره سياسي لاره غوره کړي. اوسنی بېړنی کار اړوندې خواوې بايد په عملي توګه د کوريا ټاپووزمې وضيعت د ارامولو لپاره سړه سينه وساتي. د ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز تړون د ډېرو ستونزو په ليرې کېدو سره لاسليک شوی، اړوندې خواوې بايد خپلمنځي سياسي اعتماد پياوړی کړي او په جدي توګه دې دغه تړون تطبيق کړي.))

په عين وخت کې ليو جيی يي پر دې ټينګار وکړ چې بايد د قانوني ادارې په وسيله د دغو وسلو، سيستمونو او توکيو د نه خپرېدا سيستم ټينګ او پرمختګ ومومي. نړيوالې ټولنې د ډېرو کلونو په کوښښونو سره د م م منشور د اصلولو په نظر کې نيولو سره د ذروي وسلو د نه خپرېدا تړون، د کيمياوي وسلو د منع کېدو تړون او د بيولوژيکي وسلو د منع کېدو تړون پر بنسټ د لويې پيمانې وژونکو وسلو او د دغو وسلو د وړونکو سيستمونو او اړوندو توکيو د ليږدونې د مخنيوي سيستم جوړ کړی دی. چين به د دې سيستم د بشپړتيا او د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو لپاره په دوامداره توګه له نړيوالې ټولنې سره په ګډه کوښښونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای