د سينهوا اژانس د خبر له مخې، خبريال د بواو اسيايي فورم له سکرتريت څخه خبر ترلاسه کړی چې د ٢٠١٧ کال لپاره د دغه فورم په کلنۍ غونډه کې به د ٥٠ هېوادونو او سيمو ١٧٢٧ استازي ګډون وکړي او پدې کې به د تصديو ١٢٦٦ استازي شامل وي او دغه شمېر د ټولو ګډونوالو تر ٧٠٪ زياته برخه جوړه کړي.
د ٢٠١٧ کال لپاره بواو اسيايي فورم کلنۍ غونډه به د روانې مياشتې له ٢٣ مې نېټې څخه تر ٢٦ مې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په بو او ښار کې ترسره شي او اصلي موضوع به يې د نړيوال کېدو او ازادې سوداګرۍ راتلونکی وي. په ١٧٢٧ ګډونوالو کې به د حکومتونو ٢٩٩ استازي ، ١٦٢ کارپوهان او د تصديو ١٢٦٦ استازي شامل وي. دغه راز په غونډه کې به د ٣١ هېوادونو او سيمود ١٩٥ رسنيو څه باندې ١٠٠٠ خبريالان هم ګډون وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |