CRI Online

د ای ام اېف د رئيس مرستيال : د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره د نوي مخ پر ودې بازارونو د خدمت انډول تر ٧٠٪ زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-03-18 16:01:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پيسو د نړيوال صندوق يعنې د ای ام اېف د رئيس مرستيال جانګ تاو د مارچ په ١٨ مه نېټه وويل، چې په نړيواله اقتصادي وده کې ښه والی رامنځته شوی او نوي مخ پر ودې بازارونه لاهم مهم خوځنده ځواک دی او د خدمت انډول يې تر ٧٠٪ زيات شوی دی، په تېره بيا چين، هند او داسې نور اسيايي هېوادونه به په مداومه توګه نړيوالې اقتصادي ودې ته خوځنده ځواک ورکړي.

جانګ تاو نوموړې خبرې په همدې ورځ د ٢٠١٧ کال د چين د پرمختګ لوړپوړي فورم تر چوکاټ لاندې اقتصادي سرمشريزه غونډه کې وکړې. نوموړي وويل، ای ام اېف وړاندوينه کړې چې سږکال به په نړيواله اقتصادي وده کې ٣.٤٪ او راتلونکی کال کې به ٣.٦٪ زياتوالی راشي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای