د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مارچ په ١٧ مه نېټه د م م امنيت شورا په موافقې سره د افغانستان مسئلې په اړه ٢٣٤٤ مه پريکړه تصويب کړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې له افغانستان سره دې د مرستو موافقې ته ورسيږي ، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو له لارې دې سيمه ييزه اقتصادي همکاري ژوره کړي ، د دغې طرحې د پلي کولو لپاره دې خوندي چاپيريال برابر کړي، د خپلو پرمختيايي تګلارو او ستراتيژيو ترمنځ دې پيوستون پياوړی کړي او د خپلمنځي تګ راتګ لپاره دې ګټوره همکاري زياته کړي. په پريکړه کې پر دې ټينګار وشو چې بېلابېلې غاړې دې د همکارۍ او ګډو ګټو له اصولو سره سم سيمه ييزې همکاري ترسره کړي، ترڅو د افغانستان او سيمه ييز امنيت ، ثبات او وده پياوړې شي او د انسانانو د برخليک ګډه ټولنه جوړه شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |