CRI Online

ريکس تېلرسن : له اټومي وسلو څخه د شمالي کوريا د لاس اخيستلو لپاره به هرممکن تدبير تر نظر لاندې ونيسو

cri     (GMT+08:00) 2017-03-18 16:23:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تېلرسن د مارچ په ١٧ مه نېټه له جنوبي کوريا څخه د ليدنې پرمخال وويل، چې د شمالي کوريا په اړه د امريکا د حوصلې تګلاره بېکاره شوې ده، نو امريکا به له اټومي وسلو څخه د شمالي کوريا د لاس اخيستلو لپاره هر ممکن تدبير تر نظر لاندې ونيسي.

تېلرسن په همدې ورځ د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزير يون بيونګ سي سره يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا به له اټومي وسلو څخه د شمالي کوريا د لاس اخيستلو په موخه د ډيپلوماسۍ، امنيت او اقتصاد په شمول بېلابېلو برخو له لحاظه تدابير غوره کړي. نوموي وويل، شمالي کوريا دې پدې پوه شي چې يوازې له اټومي وسلو او توغنديو څخه لاس واخلي، سياسي خونديتوب او اقتصادي سمسورتيا به ولري. امريکا پوځي شخړه نه غواړي ، خو که شمالي کوريا جنوبي کوريا او په دې هېواد کې امريکايي ځواکونو ته ګواښونه پېښ کړي، نو امريکا به متقابل تدابير غوره کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای