د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ١٩ مه نېټه په ولسي تالار کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تليرسن سره وکتل.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، اوسمهال د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له ډېرو چانسونو سره مخامخ دي. زه او ټرمپ پدې نظر يو چې دواړه هېوادونه ډېر ښه همکاران کيدای شي. د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ډېرې مهمې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې ګټې تر توپيرونو زياتې دي او همکاري د دواړو خواوو يوازينی سم انتخاب دی. موږ بايد د لېرې نظر او ستراتيژۍ له لحاظه خپلمنځي اړيکې وګورو او خپلمځي همکارۍ دې پراخې کړو ترڅو ګډې ګټې ترلاسه کړو . موږ بايد د سيمې د تودو مسئلو په هکله خپلمنځي همغږي پياوړې کړو. د يو بل اصلي ګټو او د پاملرنې وړ مسئلو ته دې درناوی وکړو او د خپلمنځي اړيکو ثبات دې وساتو. دغه راز د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دې راشه درشه زياته کړو او د خپلمنځي اړيکو ټولنيز بنسټ دې لاپسې ټينګ کړو .
تليرسن وويل، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له رئيس شي جين پينګ سره تليفوني تماس ته په درنه سترګه ګوري، هغه د دواړو خواوو ترمنځ ملاقات او له چين څخه ليدنې ته سترګې په لار دي او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکو ٥٠ کلونو پرمختيايي لار تائيده کړي. امريکا به د نه مقابلې، متقابل درناوي او همکارۍ د اصولو له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته وده ورکړي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |