د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې د ماليې وزيرانو او مرکزي بانکونو رئيسانو غونډه د مارچ په ١٨ مه نېټه په جرمني کې پای ته ورسيده. په دې غونډه کې يو ځل بيا پر دې ټينګار شوی چې نړيوالې اقتصادي او پولي همکارۍ دې پياوړې شي او د پيسو تګلارو، مالي تګلارو او د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو په شمول ټول کنترولوونکي وسايل دې په مداومه توګه وکارول شي، ترڅو اقتصادي وده پياوړې، دوامداره او برابره وساتل شي.
دغه غونډه د شلو هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد په توګه د جرمني له ټاکل کېدو وروسته د دغې ډلې د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو رئيسانو ترمنځ غونډه ده. بېلابېلو غاړو په غونډه کې د نړيوالې اقتصادي ودې،په افريقا کې د پانګونې، نړيوال پولي جوړښت او داسې نورو نړيوالو اداري موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل .(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |