CRI Online

د چين او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-19 15:09:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ١٨ مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تليرسن سره وکتل.

وانګ يي په کتنه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او امريکا بايد خپلمځي همغږي پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو او بېلابېلو چارواکو ترمنځ د راتلونکي تګ راتګ د لاسته راوړنو لپاره دې هڅې وکړي. دواړه خواوې بايد خپلمنځي همکارۍ ته اهميت ورکړي ، د بېلابېلو کچو د چارواکو ترمنځ دې خبرې اترې زياتې کړي او په بېلابېلو برخو کې دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

وانګ يي د تایوان او جنوبي سمندر په هکله د چين دريځونه بيان کړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې دواړه خواوې دې د يوبل ګټو او د پاملرنې وړ مسئلو درناوی وکړي او په ښه توګه دې حساسي مسئلې حل کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړيکو د منفي اغېزو مخه ونيول شي.

تليرسن وويل، امريکا به له چين سره يوځای د ولسمشر ټرمپ او رئيس شي جين پينګ ترمنځ د موافقو له مخې د يو چين پر پاليسۍ ټينګار وکړي او خپلمنځي همکارۍ به پراخې کړي ترڅو خپلمنځي اړيکې زياتې لاسته راوړنې ولري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای