د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ماليې وزير شياو جي د مارچ په ١٨ مه نېټه په جرمني کې د شلو هېوادونو ډلې د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو د رئيسانو د غونډې پرمهال د امريکا د ماليې له وزير منوچين سره وکتل او دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې خپلمنځي اقتصادي همکارۍ دې لاپسې پياوړې شي.
دواړو خواوو څرګنده کړه چې اقتصادي همکاري نه يوازې د دواړو هېوادونو ، بلکې د نړۍ د اقتصادي ودې لپاره ډېره مهمه ده. دواړه خواوې به خپلمنځي خبرې زياتې کړي او د خپلمنځي اقتصادي همکارۍ د لازياتو لاسته راوړنو لپاره به هڅې وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |