CRI Online

جانګ ګاو لي د چين د پرمختګ په لوړپوړي فورم کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-19 17:42:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ٢٠١٧ کال لپاره د چين د پرمختګ لوړپوړي فورم کلنۍ غونډه د مارچ په ١٩ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي په دې غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي وويل، د چين اقتصادي وده د نړۍ له اقتصادي ودې سره نږدې تړاو لري، چين به له نړيوالې ټولنې سره يوځای د نړيوالې اقتصادي ودې د پياوړتيا، دوامدار، برابرۍ او شموليت لپاره هڅې وکړي او د انسانانو د برخليک ګډه ټولنه به جوړه کړي. موږ بايد په ټينګه د اقتصاد د نړيوال کيدو بهير پرمخ يوسي او دسوداګرۍ او پانګونې له هر ډول ساتونکو تګلارو سره دې مخالفت وکړو .

روان فورم د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څېړنيز مرکز لخوا جوړ شوی او اصلي موضوع يې ده " چين او نړۍ : اقتصادي بدلون او د جوړښت اصلاحات". يو شمېر بهرنيو او چيني کارپوهانو، تاجرانو، مامورينو او د نړيوالو سازمانونو استازو د غونډې د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای