د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د مارچ په ۱۹مه نيټه د پلازمېنې دمشق په ختيځه څېرمه برخه کې د حکومت ضد له مخالفو اورپکو سره سخته جګړه وکړه چې په پايله کې يې وسله وال اورپکي شاتګ ته اړ کړي.
د سوريې خبري رسنيو خبر ورکړ: د حکومت ضد اورپکو چې د دمشق په ختيځه څېرمه برخه کې ميشت و، په همدې ورځ پر ښاري سيمې حملې وکړې. دوی تر هر څه لومړی د موټر بم يوه چاودنه وکړه.
جګړه د همدې ورځې له سهار نه تر شپې پورې دوام درلوده. د خبر له مخې، حکومتي پوځ نژدې سيمې ته زيات ځواکونه لېږلي او ځيني لارې اوس له همدې امله بندې شوې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |