CRI Online

يو افغان سرتيري په ډزو درې امريکايي سرتيری ټپيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 08:52:29

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناټو پوځ د مارچ په ١٩مه نېټه د تيوتر له لارې د دې خبر پخلی وکړ چې درې امريکايي سرتيری د هلمند ولايت په يوه پوځي اډه کې د يو افغان سرتيري لخوا په ډزو ټپيان شول او اوس د درملنې په حال کې دي.

يو افغان چارواکي خبريال ته وويل، دغه پېښه د هلمند په واشير سيمه کې پېښه شوې او ياد افغان سرتيری په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای