CRI Online

د اصلاحاتو د ژورتيا لپاره د چين اقتصاد بايد درې ډوله جوړښتي نابرابري سمه شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 09:08:29
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې مشر ښاغلي هه لي فنګ د مارچ په ۱۹مه نيټه څرګنده کړه چې اوس مهال د چين اقتصادي پرمختګ د عمومي جوړښت له لحاظه د عرضې او تقاضا ترمنځ، د پولي او واقعي اقتصادونو ترمنځ او د کورونو بازار او واقعي اقتصاد ترمنځ له دريو ډولونو تضادونو سره مخامخ دی. نو د اصلاحاتو د ژورتيا لپاره دې د عرضې سيستم کيفيت او موثريت لوړ شي تر څو چې د عرضې او تقاضا ترمنځ برابري هميشه وساتل شي.

ښاغلي هه لي فنګ په همدې ورځ د چيني پرمختګ د لوړ پوړي فورم په سږنۍ کلنۍ غونډه کې څرګنده کړه چې د چين د عرضې سيستم که څه هم ډېره ستره توليدي قوه لري، خو يوازې زياتره يې يوازې د ټيټې يا منځنۍ کچې، ټيټ کيفيت او يا د ټيټې بيې تقاضا پوره کولای شي. په همدې وخت کې په چين کې اوس زياتې پانګې له واقعي اقتصادي چارو نه خيالي اقتصادي چارو ته د بهېدو حالت لري، سترې پانګې د پولي سيستم دننه پخپله دايرېږي چې نه يوازې د پولي سيستم خطرونه زياتېږي، بلکې واقعي اقتصاد ته د پانګې راجلبولو ستونزه هم ورسېږي. د دې تر څنګ زيات شمېر پانګې د کور بازار ته ننوتلي چې په زياتو ښارونو کې د کورونو بيې په چټکۍ سره لوړې شوې او د واقعي اقتصادي چارو سربيې هم له دې امله جګه شوې ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای