د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ورځې د پوځي رسمي ګذشت وروستی تمرين د مارچ په ١٩مه نېټه په اسلام اباد کې ترسره شو، د چين د ازادي بحښونکي اردو د هوايي، سمندري او ځمکني پوځونو تشريفاتي ډلګی په دې تمرين کې ګډون کړی او د ځايي وګړيو لخوا يې تود هرکلی وشو.
پاکستان به د مارچ په ٢٣مه نېټه يعنې د پاکستان په ورځې د لويې پيمانې پوځي رسم ګذشت ترسره کړي. د پاکستان د ځمکني پوځ لوی درستيز جاوېد باجو په بلنه، د چين ياد پوځي تشريفاتي ډلګی د لومړي ځل لپاره په دې پوځي رسم ګذشت کې ګډون کوي.
د چين د قطعاتو لارښوونکي لي جيان بو وويل، موږ د پاکستان په پوځي رسم ګذشت کې ګډون کوو، پاکستاني خلکو او پوځونو ته دوستي لېږدوو او دا د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ اړيکو د ټينګښت لپاره ګټور دي. د چين پوځونه په بهر کې خپله بڼه څرګندوي، دا د چين د ازادي بحښونکي اردو اغېزې د زياتېدو لپاره ګټوره ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |