CRI Online

د م م د ماشومانو صندوق په هانکانګ کې د يوولسو مليونو هانکانګي يوانو په ارزښت بسپنه راغونډه کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 10:22:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ماشومانو د يوولسمې دورې صندوق خيريه ځغاسته د مارچ په نولسمه نېټه په هانکانګ کې تر سره شوه، څوارلس زره لوبغاړو په دغه ځغاسته کې ګډون کړی و او د يوولس مليونو هانکانګي يوانو په ارزښت بسپنه راغونډه شوه.

په هانکانګ کې د م م د ماشومانو صندوق مشاور تانګ ينګ نيان وويل، د ماشومانو صندوق له دوه زرم کال څخه راپدېخوا يو مليون او شپږ لکه ماشومان په اېډز د اخته کېدو له خطر څخه ژغورلي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای