CRI Online

د بېجينګ د ژمنيو المپيک لوبو تشکيلاتي کميټه غوره کارکوونکي استخداموي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 10:22:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د ژمنيو المپيک لوبو تشکيلاتي کميټې د مارچ په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د لومړي ځل لپاره په ټوله نړۍ کې د غوره کارکوونکو د استخدام کار پيل کړ.

د مالوماتو له مخې، د يوويشتو پوسټونو لپاره به دوه ويشت کارکوونکي استخدام شي، هر هغه داوطلب چې غواړي، ددې پوسټونو لپاره نوم لېکنه وکړي، نو بايد د ودانيو ډيزاين، ستډيومونو د ادارې، د بازار د پراخولو، خبري رسنيو، مالي چارو، قانوني چارو او بهرنيو ژبو سره بلدتيا ولري، په شرايطو برابر کسان کولی شي، چې ددې ويبپاڼې له لارې نوملېکنه وکړي : www. beijing2022.cn

ازموينې به د اپرېل او مې په مياشتو کې واخيستل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای