CRI Online

د هند لخوا ايساره شوې بيړۍ بېرته جيانګ سو ولايت ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 10:23:32

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د مارچ په نولسمه نېټه د سهار په څلورو بجو، دوې مياشتې مخکې د هند لخوا ايساره شوې بيړۍ " ليان هه نو شن" بېرته د جيانګ سو ولايت د تای ځانګ بندر ته ورسېده.

د "ليان هه نو شن " په نوم توکي وړونکې بيړۍ د پروسږ کال په دسمبر کې د نان جينګ د يوان هاو شرکت د پورونو له امله د هند لخوا په هالديا بندر کې ايساره شوه. په تيره فبرورۍ کې، ياد شرکت خپل پورونه پرې کړل. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای