CRI Online

المان د ټرمپ د هغه خبرې رد کړې چې المان له ناټو څخه پورونه درلودل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 10:57:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان دفاع وزير يورسولا وون د مارچ په نولسمه نېټه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه خبرې رد کړې چې المان له ناټو څخه زيات پورونه درلودل.

ټرمپ په همدې ورځ په خپله ټويټر پاڼه کې ويلي، المان له ناټو څخه زيات پورونه درلودل. امريکا هم المان ته اغيزمن او ځواکمن دفاعي خدمتونه برابر کړي، المان دې هم امريکا ته پيسې ورکړي.

يورسولا وون په دې اړه وويل، له ناټو څخه پوروړي غړي هېوادونه نه شته. د المان دفاعي بودجه نه يوازې له ناټو سره تړاو لري. بلکې د م م د سوله ساتنې په عملياتو او د ترهګرو پر ضد مبارزه کې هم کارول کيږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای