د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مارچ په ٢٠مه نېټه د ٢٠١٧ کال د جنوبي اسيا او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د توليداتو نندارتون مالوماتي او د پانګونې او سوداګرۍ غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. د يون نان ولايت د حکومت ګوندي غړي او د يادې غونډې د اجرايوي کميټې مدير ګاو شو شيون په غونډه کې يوه وينا وکړه.په چين کې د مالديو لوي سفير فيسال،په چين کې د پاکستان د سفارت سياسي مستشار محمد اميرخان او د تصديو استازو په ياده غونډه کې ګډون درلود.
ښاغلي ګاو شو شيون وويل چې دغه نندارتون د چين د نړيوالې سوداګرۍ غونډې،د جنوبي اسيايي هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ د ټولنې او د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د مرکز له خوا جوړ شوي او اصلي موضوع يې په ګډه د نويو ننګونو لټول او نوی پرمختګ موندل دي.په نندارتون کې به د جنوبي اسيا او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو توليدات وښودل شي.د دې نندارتون له لارې به د چين او د جنوبي اسيا او د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو سره همکاري پياوړې شي تر څو د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو او سيمو سره ګډې ګټې وموندل شي.
په بېجينګ کې د جنوبي اسيا او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د توليداتو د نندارتون مالوماتي غونډه
په چين کې د پاکستان د سفارت سياسي مستشار
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |