CRI Online

د ٢٠١٧ کال د چين د پرمختګ لوړپوړي فورم په بېجينګ کې ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 17:36:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٧ کال د چين د پرمختګ لوړپوړی فورم اوس په بېجينګ کې روان دی. د دې فورم عمومي عنوان د عرضي جوړښت اصلاحات دي. په دې فورم کې د برخوالو په اند، په چين کې د عرضي جوړښت په اصلاحاتو کې يو شمېر برياليتوبونه هم تر لاسه شوي دي.

٢٠١٧ کال په چين کې د عرضې جوړښت اصلاحاتو لپاره يو مهم کال دی. د مارچ په ١٩مه نېټه د چين د پرمختګ د لوړپوړي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د چين مرستيال صدراعظم جانګ ګاو لي وويل چې بايد د عرضې جوړښت اصلاحات د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي. ده وويل

((سږ کال به د فولادو او سکرو توليدي توان په جلا جلا توګه پنځوس مليونه ټنه او يو سلو پنځوس مليونه ټنه کم شي. په عين وخت کې به د سکرو له لارې د برېښنا هغه توليدي مرکزونه ګوښه يا د فعاليت چارې يې وځنډول شي چې توليدي توان يې له پنځوس مليونو کيلوواټو څخه زيات دی. بله خوا موږ به د غيرمنقولو شتمني اداره پياوړې کړو، موږ به د بېلا بېلو ښارونو له ځانګړتياوو سره سم اړوندې تګلارې غوره کړو چې په عمده توګه به د درېيمې او څلورمې کرښې ښارونو کې د غيرمنقولو شتمنيو زېرمې مصرف شي. برسيره پر دې. موږ به د جوړښت له لحاظه د مالياتو د کمولو لپاره هم کوښښ وکړو چې د تصديو د معاملو په ترڅ کې لګښتونه کم شي. ))

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې مشر هه لي فنګ په دې فورم کې وويل، د تېر کال تر کوښښ لاندې د عرضې جوړښت په اصلاحاتو کې ابتدايي برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. ده وويل

((برياليتوبونه داسې دي چې په اقتصادي جوړښت کې په پر له پسې توګه ښه والی راغلی دی، تېر کال مصرف په اقتصادي پرمختګ کې څلور شپېته اعشاريه شپږ سلنه نيولی او د خدمتي چارو زياتوالي په کورني توليدي ارزښت کې يو پنځوس اعشاريه شپږ سلنه نيولې ده. زوړ خوځنده توان په نوي توان د بدلېدو سرعت ګړندی شوی او د نويو توليداتو، نويو چارو او نوې صنعتي بڼې په پر له پسې توګه رامنځته شوې. د تصديو ګټې ښې شوې او د لويې پيمانې لرونکو د ګټو زياتوالی اته اعشاريه پنځه سلنې ته رسېدلی دی.))

د نړيوال بانک لوړپوړې اجرائيه مشرې کريسته رينا ګورکيوا وويل، د عرضې جوړښت اصلاحات د اوسنۍ زمانې له اړتيا سره ډېر سمون خوري. دې وويل

((دغه ډول اصلاحات د اقتصادي پرمختګ سرعت د ګړندي کېدو او د روزګار د پيدا کېدو لپاره ستر ارزښت لري. که نه، موږ د م م د دوامدار پرمختګ د موخې په اړه ګډه ژمنه نه شو عملی کولای. دغه اصلاحات د اوسنۍ زمانې له اړتيا سره سمون خوري، څرنګه چې دغه لړ اصلاحات د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم دي او اوس دغه شان غوښتنې ډېرې بېړنۍ دي. اوس د نړيوال اقتصاد د بيااحيا خوځنده ځواک کمزوری دی او د تګلارو د ناارامتياوې زياتې شوې، نو ٢٠١٦ کال د نړيوال اقتصاد لپاره ستونزمن کال و. د نړيوال اقتصاد پرمختګ اندازه ډېر د ناخوښۍ وړ ده چې يوازې دوه اعشاريه درې سلنه وه چې تر اقتصادي بحران وروسته يو نوی ټيټ ټکی و.))

په دې فورم کې څو چيني چارواکو وويل چې چين به د دې لپاره کوښښونه وکړي چې د عرضې جوړښت اصلاحات له اړتياوو سره سمون وخوري. برسيره پر دې، موږ به د کورنيو اړتياوو پټ ځواک د پرانيستلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسو او په عين وخت کې به د عامه خدمتي چارو سويې د لوړتيا، د بنسټيزو تاسيساتو جوړونې د چټکتيا او د نوبتي پرمختګ او د سرچينو او چاپېريال په شمول ځينو برخو کې همغږې تګلارې غوره او ترسره کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای