CRI Online

چين په ټينګه د اټومي وسلو د بشپړ ممنوعيت او له منځه وړلو ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 17:44:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٠ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، که څه هم چين به د اټومي وسلو د ممنوعيت تړون په اړه خبرو کې ګډون ونه کړي ، خو چين په ټينګه به د اټومي وسلو د بشپړ ممنوعيت او له منځه وړلو ملاتړ وکړي.

د اټومي وسلو د ممنوعيت تړون په اړه خبرې به د مارچ په ٢٧ مه نېټه په نيويارک کې ترسره شي. هوا چون ينګ پدې اړه وويل، چين پدې وروستيو کې د دغو خبرو په اړه له اړوندو خواوو سره د نظريو تبادلې کړې او پريکړه يې کړې چې پدې خبرو کې به ګډون ونه کړي. چين دغه پريکړه د وسلو کنترول کمولو په اړه د اوسني ميکانيزم د ساتلو او د اټومي وسلو د کمولو بهير د ګام پر ګام پرمخبيولو په موخه وکړه او له دې څخه د نړيوالو ستراتيژيو د برابرۍ او ثبات د ساتلو په برخه کې د چين مسئولانه رويه څرګنديږي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای