د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٠ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د م م د امنيت شورا لخوا په يوه تازه تصويب شوې پريکړه کې د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو په اړه مهمې مفکورې ليکل شوې او دا د نړيوالې ټولنې د ګډې موافقې او ګډ نظر څرګندويې کوي.
د افغانستان مسئلې په اړه د امنيت شورا ٢٣٤٤مه پريکړه د مارچ په ١٧ مه نېټه تصويب شوه. دغه پريکړه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې له افغانستان سره د مرستو موافقې دې راغونډې کړي او د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو له لارې دې سيمه ييزه اقتصادي همکاري پياوړې کړي.
هوا چون ينګ وويل: چين به د م م له غړو هېوادونو سره يوځای د امنيت شورا د اړوندو پريکړو سره سم د يوه کمربند او يوې لارې ابادي پرمخ يوسي او د انسانانو د برخليک سوله ييزه، خوندي ، سمسوره،خلاصه او ښکلې ګډه ټولنه به جوړه کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |