د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ٢٠مه نېټه سهار په دياو يوی تای کې د چين د پرمختګ د جګ پوړي فورم د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې له برخوالو بهرنيو استازو سره وکتل او له دوی سره يې سلامشورې وکړې چې د نړۍ د ٥٠٠ غښتلو تصديو خاوندانو، مشهورو نړيوالو کاروپوهانو او د عمده وو نړيوالو سازمانونو او خبري رسنيو د استازو په شمول څه دپاسه يو سل تنو په کې خاضر و.
لي که چيانګ وويل اوس د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ په حال کې دی او د پرمختګ کيفيت او اغيزې ګام په ګام لوړې شوې، اقتصادی جوړښت ښه شوی او د نويو انرژيو پرمختګ چټک شوی دی. چين غواړي چې د بېلا بېلو هېوادونو له حکومتونو او تصديو سره همکارۍ ژورې کړي او د ګډو ګټو تر لاسه کولو لپاره ورسره کوښښونه وکړي.
بهرنيو استازو وويل د نړۍ د اقتصاد د احيا کېدو په بهير کې د ستونزو او ننګونو د زياتېدو په حال کې د چين حکومت د ثابت پرمختګ او د اقتصادي جوړښت تنظيمولو په بهير کې يې مهم پرمختګ تر لاسه کړی او د نړيوال کېدو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په ساحه کې مهم رول لوبوي. بهرنيو ټولنو د چين د پرمختګ ستراتيژۍ ته پاملرنه کوي، په چين کې د اقتصادي جوړښت د بدلون ملاتړ کوي او غواړي چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې برخمن وي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |