CRI Online

وانګ يي د چين د پرمختګ د جګ پوړي فورم د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 21:29:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ٢٠مه نېټه د چين د پرمختګ د جګ پوړي فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ او د دوستانه اړيکو د جوړولو او د سوله ييز پرمختګ د لټولو تر عنوان لاندې يې يوه وينا وکړه. وانګ يي وويل اوس نړۍ لا هم په بی نظمۍ کې ده او نړيواله ټولنه هېله لري چې چين د نړۍ د ثبات او پرمختګ لپاره لا مهم رول ولوبوي. چين غواړي چې خپله وړ نړيواله دنده پر غاړه ولري، خو د نړۍ د مشرۍ نظر بيخی نه لري. د نړيوال کېدو په موده کې نړۍ يو اتل ته نه، خو همکارانو او دوستانو ته اړتيا لري. چين غواړي د خبر اترو له لارې د نه مقابلې، د دوستانه اړيکو د جوړولو تر نظر لاندې له بېلا بېلو هېوادونو سره برابرۍ، خلاصه او همکاريزه دوستانه اړيکې جوړې کړي او پر دې بنسټ د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره نوې نړيوالې اړيکې جوړې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک د عملي کولو لپاره کوښښ وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای