CRI Online

وانګ يي: د چين او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ نوې مرحلې ته رسېدلې دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 08:56:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال د مارچ په شلمه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين د پرمختګ فورم په کلنۍ غونډه کې وويل، چې د چين او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ نوې مرحلې ته رسېدلې دي او د متقابلو ګټو پر بنسټ به نوی فرصت ولري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مسؤليت د اخيستلو پر بنسټ د ګټو د پراختيا په اړه اصل وړاندې کړی دی او د متقابلو ګټو پر بنسټ له پرمختيايي هېوادونو سره د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه يې کړې ده، تر څو د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو موډل د حکومتونو له لارښوونې څخه د بازارونو تر لارښوونې لاندې وګرځي، د عامو مالونو له سوداګرۍ نه پرته د توليدي توان په برخه کې او له ساده پروژو نه پرته د پانګونو او ابادۍ په برخو کې لا زياتې همکارۍ وکړي. په دې رڼا کې به د دواړو خواوو ترمنځ ګډ پرمختګ وموندل شي او د پرمختيايي هېوادونو پرمختيايي توان به لوړ شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای