د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د حکومت وياند د مارچ په ٢٠مه نېټه خبري رسنيو ته وويل، چې لومړۍ وزيره ټريسا مې به د روانې مياشتې په ٢٩مه نېټه د ريسبون تړون د ٥٠مې مادې او له اروپايي ټولنې څخه د وتلو اجنډا د پيل اعلان وکړي.
نوموړي وياند وويل، چې ټريسا مې به د پيغام په ليږلو سره د اروپايي ټولنې نورو ٢٧ غړو هېوادونو ته د بريتانيا د يادې پريکړې خبر ورکړي او له اروپايي ټولنې سره د خبرو اترو د ژر پيل هيله به څرګنده کړي. د وياند په قول، په اروپايي ټولنه کې د بريتانيا سفير په همدې ورځ اروپايي شورا ته دغه پريکړه وړاندې کړې ده.
د اروپايي ټولنې د قانون سره سم، که د ريسبون تړون ٥٠ مه ماده او له اروپايي ټولنې څخه د وتلو اجنډا پيل شي، بريتانيا بايد د ٢٠١٩ کال په پيل کې د اروپايي ټولنې له نورو ٢٧ غړو هېوادونو سره خبرې اترې بشپړې کړي، که د خبرو اترو اوږدوالی وغواړي، بايد د ټولو غړو هېوادونو موافقه تر لاسه کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |