CRI Online

د چين له خوا غوښتل شوې دوستانه اړيکې ٤ نښې لري

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 09:29:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ٢٠مه نېټه، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين د پرمختګ د لوړ پوړي فورم په کلنۍ غونډه کې وويل، چې د چين له خوا غوښتل شوې دوستانه اړيکې د نړيوالو اړيکو له پخوانيو نظريو څخه بېلې نښې لري.

لومړی، سوله ييزه همکاري بايد وموندل شي. د چين له خوا غوښتل شويو دوستانه اړيکو کې تصوري دښمن شتون نه لري، د ګډو ګټو موندل د هېوادونو ترمنځ په تګ راتګ کې مهم رول لوبوي چې دا د نړيوالې ټولنې د خبرو اترو او همکارۍ د پياوړتيا او د مقابلو او شخړو د مخنيوي لپاره ګټور دی. دوهم، پر برابرو او عادلانه اړيکو بايد ټينګار وشي. د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ برابري د چين له خوا د غوښتل شويو اړيکو اصل دی، د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت، خپلواکي،د خاورو بشپړوالی اصلي ګټې او مهمې پاملرنې بايد درناوی تر لاسه کړي. درېيم، ورخلاصون او متنوعيت بايد پراخ شي. په تګ راتګ او تبادلې کې بايد متقابلې اړتياوې پوره شي او په توپيرونو کې بايد ګډو ټکو او ګټو ته پاملرنه وشي. څلورم، ګډ برياليتوب او ګډې ګټې بايد پياوړې شي. د همکارۍ له لارې د ګډ پرمختګ او سمسورتيا تر لاسه کول زموږ موخه ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای