CRI Online

د مصر او فلسطين مشران: د دوو هېوادونو پلان د سولې کلي ده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 15:22:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر الاهرام ورځپاڼې د مارچ په ٢٠مه نېټه خبر ورکړ چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ په قاهره کې د فلسطين له ولسمشر محمد عباس سره وکتل. دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د فلسطين او اسرائيلو د دوو هېودونو پلان د منځني ختيځ د سولې کلي ده.

په ياد خبر کې راغلي چې نوموړيو دواړو مشرانو له عربي هېوادونوڅخه غوښتنه کړې چې د فلسطينيانو د قانوني حقوقو د ساتلو لپاره لاس يو کړي، د ١٩٦٧ کال د سرحد پر بنسټ د خپلواک فلسطين هېواد د جوړونې لپاره هڅې وکړي او د م م د امنيت شورا د ٢٣٣٤م پريکړه ليک عملي کړي.

دواړو مشرانو دا غوښتنه هم کړې چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ مسئله بايد د روانې مياشتې په پای کې د عرب ليګ په سرمشريزه غونډه کې د لومړې مسئلې په توګه وټاکل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای