CRI Online

د عراق په بغداد کې د موټر بم د چاودنې له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 09:44:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوليسو د مارچ په شلمه نېټه خبر ورکړ چې د بغداد يو بازار په همدې ورځ د موټر بم چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵تنه وژل شوي او ۳۳تنه نور ټپيان دي.

د دغې چاودنې له امله شاوخوا ځيني دوکانونه او موټرونه ويجاړ شوي دي. د عراق امنيتي پوځ د چاودنې ځای کلابند کړی او د نورو بمونو په پيدا کولو بوخت دی. تر اوسه هېچا او يا کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای