د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی مرستيال وزير او هاود پوهنتون پروفيسر ريچارد کوپر د مارچ په ٢٠مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې هر ډول د سوداګرۍ حمايت غوښتونکی عمل به نړيوال اقتصاد سخت زيانمن کړي.
نوموړي په همدې ورځ د ټرمپ د حاکميت په موده کې د چين، امريکا او کاناډا ترمنځ د اړيکو د وړاندوينې په يوه غونډه کې وويل، چې نړيوال اقتصاد له اوږد مهالي ورووالي څخه د ښه والي په حال کې دی، خو اوسمهال لا هم کمزوری دی. په همدغسې حال کې، هر ډول د سوداګرۍ حمايت غوښتونکی عمل د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره وژونکې وهنه ده.
کوپر د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې د چيني اقتصاد د رول لوړه ارزونه کوي. هغه وويل، چې په تېرو ٣٠ کلونو کې د چين د اقتصاد پرمختګ ډېر ښه و. د چين د اقتصادي پرمختګ ورووالی د چين د اقتصادي تګلارو د ناکامۍ نښه نه ده، د چين حکومت د اقتصادي ادارې ښه توان لري.
کوپر په دې نظر دی چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د اقتصاد له نړيوال کېدو سره مخالفت نه کوي، هغه به د ازادې سوداګرۍ ملاتړ وکړي او د امريکا له ګټو سره سمون لرونکې پاليسي به غوره کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |