CRI Online

م م له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د بشريت د ګټو د پياوړتيا لپاره پر له پسې پرمختګ پياوړی کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 10:27:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ شلمه نېټه د ښه ژوند له نړيوالې ورځې سره برابره وه. د م م د سرمنشي مرستيالې امينې محمد په همدې ورځ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د پراخ او پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا لپاره او د ټولو کسانو د ښه ژوند لپاره هڅې وکړي.

د م م مقر کې په همدې ورځ د دغې ورځې د لمانځنې لپاره يوه مباحثوۍ غونډه تر سره شوه او د غونډې برخوالو د ټولنې او خلکو د ګټو د پياوړتيا او د ښه ژوند د ساتلو لپاره د حکومتونو، سازمانونو او شخصيتونو پر دندو بحث وکړ.

اغلې امينې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد له لا پراخې، مساوې او برابرې لارې چارې پر له پسې پرمختګ پياوړې کړي، بې وزلي له منځه يوسي او د ټولو کسانو ګټې زياتې کړي. د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه مسؤليت لري چې ټولو کسانو ته اساسي او بنسټيز خدمتونه ورکړي. د اقتصاد د زياتوالي تر څنګ دې د ټولنې او چاپيريال مسئلې ته پاملرنه وشي او نړيوالې همکارۍ دې پياوړې شي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۲ کال کې د م م عمومي اسامبلې د يوه پريکړه ليک په تصويبولو سره د ښه ژوند د نړيوالې ورځې په توګه د مارچ شلمه نېټه وټاکله.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای