د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې حکومت د مارچ په ٢٠مه نېټه خبر ورکړ چې په تېره يوه اوونۍ کې حکومتي ادارې له ٢٠٠ ځلو نه زيات عمليات تر سره کړي او تر ٢٠٠٠ زيات شکمن ترهګر او د ناکامې کودتا شکمن ګډون کوونکي يې نيولي دي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د خبر له مخې، د مارچ له ١٣مې نېټې څخه تر ٢٠مې نېټې پورې، حکومتي ادارې په ٢٣٣ ځلو عملياتو کې ١٣ ترهګر وژلي، ١١ ترهګر او ١٠٩٧ شکمن ترهګر او د تېر کال د ناکامې کودتا ٩٦٦ برخوال يې نيولي دي.
په ١٠٩٧ تنو نيولو شويو شکمنو ترهګرو کې پر ٧٠ تنو دا تور دی چې له داعش ډلې سره شکمنې لري، نور اکثره تورن کسان د کرد کارګرو له ګوند سره ارتباط لري.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د ناکامې کودتا د ٩٦٦ نيول شويو ګډون کوونکو هويت نه دی خپور کړی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |