د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي د وياندمرستيال فارهان حق د مارچ په شلمه نېټه د شمالي کوريا لخوا د يو پياوړي توغنديز ماشين په اړه وويل، چې سرمنشي انټونيو ګوټريس له شمالي کوريا څخه غوښتنه کړې ده چې د امنيت شورا پريکړه ليکونه پلی کړي او نور لمسون کوونکي عمل ونه کړي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې سرمنشي ګوټريس د شمالي کوريا لخوا د توغنديو د توغولو کړو وړو ته پاملرنه کوي او له شمالي کوريا څخه يې غوښتنه وکړه چې خپله نړيواله دنده پر غاړه واخلي او لمسون کوونکي عمل ونه کړي.
د شمالي کوريا مرکزي اژانس د مارچ په نولسمه نېټه خبر ورکړ چې دغه هېواد څو ورځې مخکې د يو پياوړی توغنديز ماشين ازمويلی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |