د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م د ژنيو په نماينده ګۍ او په سويس کې په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي ما جاو شيو د مارچ په شلمه نېټه د م م د بشري حقوقو شورا په ۳۴مه غونډه کې د پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب په ټوله نړۍ کې د بشري حقوقو د ادارې د بشپړتيا او د بشري حقوقو د نړيوالو چارو د پياوړتيا تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې بېلا بېل هېوادونه بايد په ټوله نړۍ کې د بشري حقوقو د ادارې د بشپړتيا او د بشري حقوقو د نړيوالو چارو د سالم او پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د بشريت د برخليک ګډه ټولنه جوړه شي.
نوموړي په دې اړه پنځه وړانديزونه وړاندې کړل. لومړی، نړيواله ټولنه بايد د م م د عمومي منشور د اصولو سره سم د بېلا بېلو هېوادونو د حاکميت او خاورو د بشپړتيا درناوی وکړي. دوهم، نړيواله ټولنه بايد د م م د بشري حقوقو د بشپړتيا لپاره کوښښ وکړي او بايد پر څواړخيزو غوښتونو ټينګار وکړي. درېيم، نړيواله ټولنه بايد د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري او تګ راتګ پياوړی کړي. څلورم، نړيواله ټولنه بايد د مدنيت د متنوع کېدو درناوی وکړي او بايد د ورخلاصون پر اصولو ټينګار وکړي. پنځم، نړيواله ټولنه بايد پر سولې او پرمختګ ټينګار وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |