CRI Online

د چين د پرمختګ فورم کې د نړيوال کېدو بهير د پاملرنې وړ ټکی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 14:44:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال لپاره د چين د پرمختګ فورم کلنۍ غونډه چې د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څيړنې مرکز لخوا تر سره شوه، د مارچ په شلمه نېټه پای ته ورسېده. په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د نړيوال کېدو بهير د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی. د دغې غونډې برخوال په دې نظر دي چې ټول هېوادونه د نړيوال کېدو له بهير څخه ګټه اخلي او په راتلونکي کې بايد د ګډو ګټو د پراختيا لپاره هڅې وکړي.

اوسمهال د نړيوال اقتصاد د تزلزلې عوامل د زياتېدو په حال کې دي. نو د نړيوال کېدو بهير يو ځل بيا د ټولې نړۍ د سياسي او اقتصادي ساحو لخوا د پاملرنې وړ اجنډا ګرځېدلې ده. په ياده غونډه کې د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونو بانک مشر جين لي چون وويل، چې ټول هېوادونه د نړيوال کېدو له بهير څخه ګټه اخيستلی شي. ده وويل، 

ټول هېوادونه به د نړيوال کېدو په بهير کې برياليتوب تر لاسه کړي. که څه هم د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ سرعت بېل دی، خو زه له هغه خبرې سره مخالفت کوم چې کوم هېواد به د نړيوال کېدو په جريان کې ناکام شي. که ځينې هېوادونه ناکام شوي، کورنۍ پاليسي يې عمده لاملونه دي، نو بايد خپل کورنۍپاليسي ترميم کړي. د پاملرنې وړ ځای دا دی چې هغه پرمختيايي هېوادونه چې بريالي شوي دي، د کورنيو پاليسو د طرحه کولو او پلې کولو په برخو کې يې ښه کارونه کړي دي. بر سېره پردې، زيات پرمختيايي هېوادونو د اقتصاد د نړيوال کېدو له بهير څخه ګټې اخيستلې دي او اخلي يې. داسې برياليتوبونه هم د پرمختلليو هېوادونو تر لارښوونې لاندې د نړيوال نظام په چوکاټ کې تر سره شوي دي.

هغه دا نظر لري چې په يوويشتمې پيړۍ کې ګډې ګټې او د ټولې نړۍ ښه اداره د بېلا بېلو خواوو ګډه موخه وي، دا د نړيوال کېدو بهير ته اړتيا لري. خو ځيني هېوادونه يوازې د خپلو کورنيو اصلاحاتو پر بنسټ له دغه بهير څخه ګټې اخيستلی شي. دا د نړيوال کېدو بهير په وړاندې ستونزه هم ده. ده وويل،

د نړيوال کېدو بهير او د نړيوال اقتصاد د يو لاس کېدو بهير له ستونزو سره مخامخ دی. لامل يې دا دی چې ګټې په دوو قطبونو ويشل کېږي او بېلا بېل هېوادونه له ياد بهير څخه بېلې ګټې اخيستلې دي. دغه ټکی هم د نړيوالې ټولنې د اندېښنې وړ ځای دی. په تېره بيا هغه هېوادونه او خلک چې تر اوسه پورې له ياد بهير څخه يې زياتې ګټې نه دي اخيستې.

د امريکا د ماليې پخواني وزير يانګبو لو په دغه غونډه کې د ښاغلي جين له نظر څخه ملاتړ څرګند کړ. د ده په اند، څرنګه چې بېلا بېل هېوادونه د خپل هېواد په دننه کې مختلفې پاليسۍ پلې کوي، نو دوی د نړيوال کېدو له بهير څخه بېلې ګټې اخلي. هغه وويل، چې رښتينې مسئله نه يوازې په کار پورې، بلکې په تګ راتګ پورې اړه لري. نړيواله ټولنه بايد په لا پراخه ساحه کې د دغه بهير د پلې کولو لپاره تدبيرونه نيسي. ده وويل،

دا کافې نه ده چې د پاليسو طرحه کوونکي يوازې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه او د دغې غونډې په شان نړيوالو غونډو کې خلکو ته يادې شوې پيچلې مسئلې توضيح کوي، موږ بايد هغه معلومات وړاندې کړو چې د داسې پاليسو له لارې به د دوی په ژوند کې کوم مثبت بدلونونه رامنځته شي او د کاري فرصت د ستونزو د ليرې کولو لپاره به يې کوم رول ولوبوي. موږ بايد هڅې وکړو چې د خپل هېواد په دننه کې د نړيوال کېدو بهير د لا زياتو خلکو لخوا ومنل شي. که دا کيک يعنې ګټې پراخې شي، لا زيات خلک به دا نظر ومني چې د نړيوال کېدو بهير ګټور دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای