CRI Online

د امريکا او عراق مشران باور لري چې داعش ته به ماتې ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 15:03:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ٢٠مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو وويل، چې که څه هم افراطي ډله (( داعش )) لا هم خطرناک دوښمن دی، خو باور لرو چې ماتي به ورکوو.

سپينې ماڼۍ له يادو خبرو اترو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ټرمپ او عبادي له دې سره موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتيا دايمي اړيکې به وساتي، تر څو په پوره توګه له عراق څخه ترهګري له منځه يوسو، د دې تر څنګ به د عراق د پوځونو او نورو مهمو دولتي سيستمونو ابادي پياوړې کړو.

په ياده اعلاميه کې راغلي چې دواړه مشران په دې پوه دي چې يوازې د پوځي چارو له لارې ترهګري له بيخه نه شي پوپنا کېدای، نو دواړه هېوادونه به د متحد حکومت د جوړونې، د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، کلتوراو ښوونې په برخو کې د همکارۍ په شمول د سياست او اقتصاد په هر اړخيزو برخو کې همکاري وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای