د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې رسمي ويبپاڼه : www.yidaiyilu.gov.cn د مارچ په يوويشتمه نېټه په رسمي ډول په کار ولوېده.
د مالوماتو له مخې. په دغه ويبپاڼه کې به د چين او د بهرنيو هېوادونو مهم خبرونه، اړوند پاليسۍ، د شرکتونو مالومات، د ورېښمو لارې په اړه مالومات او د دستعداد لرونکو کسانو سندونه او داسې نور ور ته مالومات خپرېږي. اوس دغه ويبپاڼه په چيني او انګليسي ژبو مالومات خپروي. د سږ کال له پای مخکې به ياده ويبپاڼه په روسي، فرانسوي، عربي او هسپانيايي ژبو هم اړوندو مالوماتو ته ځای ورکړي او د نړۍ په زياترو سيمو کې به مروج شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |