CRI Online

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان: د چين اقتصاد به لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمخبيولو عمده انجن وي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 17:18:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د مارچ په ٢١مه نېټه په بيجينګ کې د چين د اقتصاد څيړنې په راپور کې دې ته اشاره وکړه چې په نژدی راتلونکی کې به د چين اقتصاد لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمختګ عمده انجن وي او اوس چين دې پولي خطرونو او د اقتصادي جوړښت اصلاحاتو ته پاملرنه کوي.

راپور وايي په چين کې اقتصاد په پخه توګه د پرمختګ په حال کې دی، که څه هم د پرمختګ سرعت ورو شوی، خو د دواملرونکي پرمختګ پر لاره روان دی او د تګلارو د جوړولو په برخه کې کارونه دې په اغيزمنه، ثابته او زغموونکې توګه تر سره شي. راپور وړانديز کوي چې چين بايد د پانګونو او لګښتونو د بيلانس لپاره لا زيات کارونه وکړي او د اقتصادي جوړښت اصلاحات تر سره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای