CRI Online

شي جين پينګ د اسرائيلو له صدراعظم نيتانياهو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-21 20:22:24

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ٢١مه نېټه د دياو يوی تای په دولتي هوټل کې د اسرائيلو له صدراعظم بنجامين نيتانياهو سره وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ د نوښت هراړهخيزو دوستانه اړيکو د جوړولو اعلان يې وکړ.

شي جين پينګ وويل د چين او اسرائيلو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ٢٥ کلونو راهيسی دوه اړخيزې اړيکو په عمومي ډول په ثابته او سالمه توګه پرمختګ موندلی دی. د دواړو هېوادونو جګ پوړيو مشرانو تر منځ تګ راتګ زيات شوی،واقعی همکارۍ ټينګ شوی او کولتوري تګ راتګ ورځ تر بلې نژدی شوی دی. په ځانګړې توګه وروستيو کلونو کې چين او اسرائيلو د نوښت او همکارۍ له لارې په ځواکمنه توګه د ذات البيني اړيکو د ټينګښت هڅونه کړې ده. د دواړو هېوادونو تر منځ د نوښت هراړخيزو دوستانه اړيکو جوړول به د دواړو هېوادونو د نوښت همکارۍ پياوړتيا پرمخ يوسي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به واقعی ګټې ورسوي.

نيتانياهو وويل دا ځل ما چين ته د سفر په ترڅ کې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړی دی. اسرائيل د چين تاريخ، د پرمختګ برياليتوبونو او په اوسنې نړيواله ټولنه کې د مهم رول لوړه ستاينه کوي. اسرائيل به د يو چين د پيژندلو پر اصولو ټينګار وکړي او غواړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د نوښت هراړخيزو اړيکو د جوړولو په وخت کې د دواړو هېوادونو د ساينس او نوښت تفوق ولوبوي او د پاکو انرژيو، کرنې، پانګونو، پولي چارو او درملنې په ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي. اسرائيل غواړي چې د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړولو په برخه کې ګډون وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای