د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جنګ ځه ګوانګ د مارچ په ٢١مه نېټه په يوه خبري ناسته کې استراليا او نوي زيلانډ ته د صدراعظم لي که چيانګ د رسمي سفر او د چين او استراليا د صدراعظمانو ترمنځ د پنځم پړاو د کلنۍ غونډې په هکله معلومات وړاندې او د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
نوموړي وويل، چې د استراليا د صدراعظم ملکولم ټورنبول او د نوي زيلانډ د صدراعظم بيل انګليش په بلنې، صدراعظم لي که چيانګ به د مارچ له ٢٢مې نېټې څخه تر ٢٩مې نېټې پورې نوموړيو دوو هېودونو ته رسمي سفر وکړي. صدراعظم لي که چيانګ به د سفر په ترڅ کې د دغو دوو هېوادونو له مشرانو سره خبرې اترې وکړي، تر څو خپلمنځي سياسي اعتماد ټينګ کړي، د ګډو ګټو همکاري پياوړې کړي، د تګ راتګ سويه لوړه کړي، او د چين او يادو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې لا ټينګې کړي. دغه سفر به د اسيا او ارام سمندر سيمې ته هغه مثبت پېغام وليږي چې چين له استراليا او نوي زيلاند سره د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتنې په هڅه کې دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |